د نیواکي فلسطین د رامات ډیویډ هوايي ډګرپه توغندیو وویشتل شو
پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د نیواکي فلسطین رامات ډیویډ هوايي ډګر ئې د بالسټیک توغندیو په شیشت کې راوستی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.
زمونږ خبریال راپور ارکړ، د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو پّ وروستۍ اعلاميې کې راغلي دي، د صهیونیسټي غاصب رژیم له لورې په جنوبي لبنان کې د پراخو جنایتونو، د صور او نبطیه سیمو او نورو ځایونو په ځانګړي ډول د بیروت په ضاحیې کې د مظلومو خلکو د وژنې او بې کوره کولو په ځواب کې، د ایران وسلوالو ځواکونو د نیواکي فلسطین رامات ډیویډ هوايي ډګر چې د دغو بریدونو سرچینه بلل کېږي،په بالستیک توغندیو سره ټارګټ کړی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.
په اعلامیې کې راغلي دي،مونږ د وري میاشتې په ۱۹ نېټه اوربند په دې شرط منلی ؤ چې په ټولو مقاومتي جبهو کې به جنګ درول کېږي؛ خو امریکا او صهیونیسټي رژیم، لکه د تل په څېر، خپلو ژمنو ته وفادار پاتې نه شول. دوی هم په لبنان کې خپلو بریدونو او جنایتونو ته دوام ورکړ او هم ئې په هرمز تنګي، عمان سمندر او هند سمندرګي کې پر ایرانيو ساحلونو او کشتیو د پرلهپسې حملو له لارې د اوربند خلاف ورزي کړې.
ددغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي ، پون شپې عملیات یوازې د خبرداري پیغام و، او که حملې تکرار شي، نو ځوابونه به لا پراخ وي او په سیمې کې به ټول امریکائي او صهیونیستي ټارګټونه په بر کې راولي.
داپه داسې حال کې دي چې دایران د اسلامی جمهوریت یوې پوځي سرچینې په زغرده وئيلي دي ، د ایران توغندي چمتو دي چې د اسرائیلو د هر ځواب په بڼه کې سمدستي کوټلي او غاښ ماتونکي ځوابونه ورکړي. دغې سرچینې روښانه کړې ده ،چې د ایران د توغندیو مناسب شمېر همدا اوس چمتو ساتل شوی دی، څو که صهیونیستي رژیم د ایران توغندوي ځواب په مقابل کې کوم اقدام وکړي، نو سمدستي به په نیواکي سیمو کې پر نورو پراخوټارګټ،نو په لسګونو توغندي ووروي او بیا ځواب به لاسخت وي.