د یمن هیواد د جنګ د بندیانو تبادله ؛ د دغه هیواد په جنګ کښې مهم بدلون:ـ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131306-د_یمن_هیواد_د_جنګ_د_بندیانو_تبادله_د_دغه_هیواد_په_جنګ_کښې_مهم_بدلون_ـ
د یمن د خوشي شویو بندیانو لومړنۍ ډله د اپریل د میاشتې په څوارلسمه نیټه د صنعا هوايي ډګر ته ورسیدله.
(last modified 2023-04-15T10:59:16+00:00 )
Apr 15, 2023 15:03 Asia/Kabul
  • د یمن هیواد د جنګ د بندیانو تبادله ؛ د دغه هیواد  په جنګ کښې مهم بدلون:ـ

د یمن د خوشي شویو بندیانو لومړنۍ ډله د اپریل د میاشتې په څوارلسمه نیټه د صنعا هوايي ډګر ته ورسیدله.

د بندیانو تبادله په یمن کښې د جنګ د لورو ترمینځ د خبرو اترو یو تر ټولو مهم چورلیز دی.

په تیرو اتو کلونو کښې هم هر کله چې خبرې شوي نو د بندیانو تبادله د هغو اصلي چورلیز و.

د یمن د جنګ د بندیانو د دوسیې په هکله خبرې اترې د تیرې مارچ میاشتې په شلمه نیټه په سویزرلینډ کښې پاې ته ورسیدلې او پکښې موافقه وشوه چې په یوه مورد کښې د یمن د انصار الله غورځنګ اوه سوه شپږ بندیان او دغه راز د سعودي عربستان او د سوډان په شمول د مقابل لوري یوسل یو اتیا بندیان خوشي شي.

په دغو بندیانو کښې څلور ډوله بندیان شته چې پکښې په یمن کښې د دیره حکومت بندیان ، د یمن د استعفا شوي حکومت بندیان ، د مارب ولایت بندیان او د سعودي عربستان او د هغه د ګوډاګیانو بندیان شامل دي.

د یمن د جنګ د بندیانو د تبادلې عملیات ټاکل شوي وو چې د روژې د مبارکې میاشتې په نولسمه نیټه پیل شي خو د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ د اعلان پراساس د مارب په جبهې کښې د تیریګرو د نه چمتووالي په دلیل د بندیانو د تبادلې موافقه وځنډیدله.

همدا اوس هم د بندیانو د تبادلې بهیر په دریو پړاونو کښې اجرا کیږي لومړی پړاو د صنعا او د عدن ترمینځ د بندیانو د تبادلې د بهیر اجرا کیدل، دوهم پړاو د صنعا او د ریاض ترمینځ او دریم پړاو به  د صنعا او د مارب ولایت ترمینځ وي.

په دغه پړاو کښې به څه د پاسه اته سوه بندیان خوشي  شي.

د بندیانو دغه تبادله له هغه وخت راهسې چې دواړو لورو د دوه زره شلم میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې څه د پاسه زر(۱۰۰۰) بندیان خوشي کړل په یمن کښې د بندیانو ترټولو مهمه تبادله ګڼل کیږي.

د یمن د بندیانو تبادله اوس په داسې شرایطو کښې ترسره کیږي  چې یمن او سعودي عربستان د  جنګ د ختمولو لپاره د موافقې په حال کښې دي او دواړو لورو په دې هکله خپله جدي اراده ښودلي ده.

پر دې اساس د بندیانو د تبادلې لپاره موافقه په دې چوکاټ کښې د جاجونې وړ ده.

د بندیانو د تبادلې په بریالي ډول ترسره کیدل د یمن د اوربند او د جنګ د ختمیدا لپاره سریزه کیدلای شي.

په حقیقت کښې د بندیانو تبادله د لورو د اعتماد زمینه برابروي.

د «رای الیوم» عربۍ ژبې ورځپاڼې مسوول چلونکي او د عربي نړۍ مشهور شناند عبدالباري عطوان په یوې مقالې کښې دې ته په اشارې سره چې د یمن په دوسیې کښې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د لاسوهنو ختمیدل کولای شي چې د جنګ د بندیدا سبب شي د دغه جنګ د لورو ترمینځ د بندیانو د تبادلې د معاملې اجرايي کیدل د جنګونو د ختمیدا په بهیر کښې مهم ګام بللی شو.

بله مهمه موضوع دا ده چې د بندیانو تبادلې ته اړونده خبرې اترې د عمان هیواد په مینځګړیتوب سره چې په دې زمینه کښې اوږده تجربه لري له نړیوالو لاسوهنو څخه لیرې وشوې او بریالی هم وې.

په بل عبارت د یمن د جنګ لورو د مینځګړیتوب لپاره د عمان په حکومت باندې اعتماد درلود او همدغه اعتماد د مینځګړیتوب لپاره په تیرو اتو کلونو کښې د عمان د رول د لوبولو سبب شو.

په یمن کښې د جنګ د لورو ترمینځ د عمان په بریالي ډول مینځګړیتوب ثابته کړه چې د لویدیځې اسیا سیمې کړکیچونه به د خارجي قدرتونو او هیوادونو په لاسوهنې سره له پسې بدتر شي او یوازې د سیمې هیوادونه کولای شي د کړکیچونو د مدیریت لپاره بریالی عمل وکړي.

د یمن د بندیانو تبادله په دې سربیره چې د یمن د خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوي ده د نورو هیوادونو له هرکلي سره هم مخامخ شوي ده.

د کویت د بهرنیو چارو وزیر سالم عبدالله الجابر الصباح د یمن د ریاستي شورا او د صنعا ترمینځ د بندیانو د تبادلې د هرکلي کولو په ترڅ کښې هغه د یمن د کړکیچ سیاسي حل لارې ته د رسیدا لپاره مثبت اقدام وباله.