د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې یو فلسطیني ځوان په شهادت رسېدلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137478-د_اردن_سیند_په_لوېدیځه_غاړه_کې_یو_فلسطیني_ځوان_په_شهادت_رسېدلی
فلسطیني سرچینو د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا د یوه فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړی.
(last modified 2023-08-22T08:29:03+00:00 )
Aug 22, 2023 12:55 Asia/Kabul
  • د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې یو فلسطیني ځوان په شهادت رسېدلی

فلسطیني سرچینو د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا د یوه فلسطیني ځوان د شهادت خبر ورکړی.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د صهیونیسټي رژیم پوځیانو نن سهار د جنین ښار پر الزبابده ښارګوټي حمله وکړه. صهیونیسټانو هغه فلسطینیان په ډزو وویشتل چې غوښتل یې ښارګوټي ته نیواکګرو د ننوتو مخه ونیسي.

«عثمان عاطف محمد ابو خرج» ۱۷ کلن فلسطیني ځوان په دغو نښتو کې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا مستقیما پر سر لګیدلی او شهید شوی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټي پوځیانو د دغه فلسطیني ځوان په سر په مستقیم ډول ډزې وکړې.

دصهیونیسټي رژیم پوځیان هره ورځ په مختلفو پلمو پر مختلفو سیمو په حملو سره د فلسطین مظلوم ولس شهیدان ، ژوبل او بندیان کوي .