Sep 15, 2023 15:14 Asia/Kabul
  • په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اشغالګرو پر وړاندې ۱۵ مقاومتي عملیات

د شهاب نیوز د جمعې د ورځې د خبر له مخې، د مقاومت جنګیالیو په لوېدیځه غاړه کې له صهیونیسټي نیواک سره د مبارزې په دوام کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لوېدیځه غاړه کې ۱۵ مقاومتي عملیات ترسره کړي چې په هغو کې څلور ډزې هم شاملې دي.

د فلسطین د اطلاعاتو د پروسس مرکز معطي خبر ورکړی چې د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې د ډزو څلور عملیات، یو د لاسي بمونو د چاودنې او له صهیونیسټانو سره د کاڼو له ویشتلو نهه نښتې وشوې.

د مقاومت جنګیالیو د الجلمه په پوسته کې پر صهیونیسټي پوځیانو لاسي بمونه وغورځول. په جنین کمپ کې هم فلسطینیانو د صهیونیسټي رژیم پر عسکرو څو ځله ډزې وکړې.

فلسطینیانو د نابلس په سویل کې په بیتا ښار کې هم پر صهیونیسټانو ډزې وکړې.

د فلسطین او صهیونیسټي پوځیانو ترمنځ د جګړې ساحه قلقیلیه ، په اریحا کې د العوجا ښارګوټي او العرب کمپ ته هم ورسېده . پر دې سربېره، فلسطیني جنګیالیو د «فیرد یرحو» پر صهیونیسټي میشت ځای هم ډزې وکړې.

ټیګونه