امریکا د صهیونیسټ رژیم د جنایتونومسوله ده
سید حسن نصرا... قربانۍ او استقامت د مقاومت د ځواکونو ترټولو مهمې ځانګړنې وبللې او زیاته یې کړه مقاومت د صهیونیسټ رژیم د کړکیچ سبب شوی دی
د ایرنا په وینا د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصرا... د حزب ا... د شهیدشویو قوماندانانو د کلیزې په مناسبت د دغه رژیم د وسلو د برابرولو په شمول له صهیونیسټ رژیم د امریکا ملاتړ ته په اشارې سره وویل: د امریکاحکومت د دغه هیواد د مبارزانو د وژلو او په سیمه کې د وینې د هر څاڅکي مسؤولیت په غاړه لري او صهیونیسټان یې یوازی اجرایی وسیلې دي. .
سید حسن نصرا... قربانۍ او استقامت د مقاومت د ځواکونو ترټولو مهمې ځانګړنې وبللې او زیاته یې کړه مقاومت د صهیونیسټ رژیم د کړکیچ سبب شوی دی .
د لبنان د حزب ا... عمومی منشی څرګنده کړه: د مقاومت د غورځنګونو قربانۍ موقتی نه دی بلکې د هوښیارۍ، بصیرت او د هدفونو د پوهیدو له لارې ترلاسه کیږی او د اسرائیلو د قتل عام ځواب په جبهه کښې د جنګ دوام دی.
سید حسن نصرا... زیاته کړه هر هغه څوک چې د مقاومت او جهاد د محور په صحنه کې شتون ولري د قدس په لاره کې خپل ژوند قربانوي او د مقاومت ځانګړنه دا ده چې علما او قومندانان یې شهادت غواړي.