Mar 16, 2024 14:42 Asia/Kabul
  • - د امریکا او صهیونیسټ رژیم له ګډو دسیسو سره د مقابلې لپاره د فلسطیني ډلو چمتووالی

د فلسطین د ملی نوښتګر غورځنګ عمومی منشی مصطفی البرغوتی» په غزې تړانګې کښې د لنګرګاه د جوړولو په باره کښې د امریکې د حکومت او صهیونیسټ رژیم د نوې ګډې دسیسې په هکله خبرداری ورکړ.

"البرغوثي" غزې ته د مرستو د رسولو په اړه وویل: لارې باید پرانستل شي او که امریکا وغواړي، کولای شي اسرائیل مجبور کړي چې ځمکني لارې پرانیزي او په ۲۴ ساعتونو کې مرستې ورسیږي خو خو د دې پر ځای مونږ د یوه داسې بندر په اړه خبرې کوو چې جوړېدل یې څو میاشتې وخت نیسي.

د فلسطین د ملي نوښتګر غورځنګ عمومي منشي زیاته کړه: ویل کیږي چې د دغه بندر امنیتي مسوولیت به د اسرائیلو پر غاړه وي، په دې معنی چې اسرائیلو ته به اجازه ورنه کړل شي چې په غزه کې اشغال ته دوام ورکړي او دا به یوه دایمي مسئله وګڼل شي. البرغوثي همدارنګ وويل: د اسرائيلو له خوا په غزه کښې د بیخ بیناؤ په وحشیانه توګه ويجاړول ښايي د دې سبب شي چې خلک د غزې له تړانګې څخه وتلو ته مجبور کړي څو دغه سيمه نور د استوګنې وړ پاتې نه شي ممکنه ده دغه بندر، د همدې هدف لپاره استعمال شي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپله کلنۍ وینا کې ویلي و، چې امریکا به غزې ته نژدې یوه موقتي لنګرګاه جوړه کړي څو سیمې ته بشري مرستې ورسوي. د امریکا جمهور رئیس د دغې لنګرګاه د جوړولو لامل د غزې محاصره شوې سیمې ته د بشري مرستو د رسولو د پراخولو زمینه برابرول وګڼل.

د بایډن دا ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږی چې په وروستیو میاشتو کښې د غزې د استوګنې سیمې د صهیونیسټی پوځیانو له حملو سره مخامخې شوې دي  او صهیونیسټان د جبری مهاجرت په هدف د دغې سیمې بې دفاع خلک وژنی او د دغې سیمې د اوسیدونکو د ویستلو په موخه، بنسټیز تاسیسات ویجاړوی او په دې لړ کښې له هیڅ جنایته ډډه نه کوي.

بله مهمه مسله د دغې لنګرګاه د جوړېدو وخت دی، چې د جګړې د شرایطو له امله یې ژر جوړېدل ممکن نه دي او څو میاشتې وخت ته اړتیا لري. دا اوږده موده به د صهیونیسټ رژیم لپاره تر ټولو ښه فرصت وي چې د امریکا او د سپینې ماڼۍ د لویدیځو متحدینو په مستقیم ملاتړ سره د غزې د محاصرې د شدت لپاره کار وکړي.

د امریکایانو د نه عملي کیدونکو او ډیر وخت اخیستونکو حل لارو ترڅنګ د غزې له محاصره شویو خلکو سره د مرستې لپاره تر ټولو غوره لاره د هغو ځمکنیو لارو خلاصول دي چې صهیونیسټي پوځ کلابندې کړې دي.

فلسطیني ډلو تل د محاصرې د پای ته رسولو او د مرستو د لارو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو هم یو پریکړه لیک صادر کړ چې د غزې د محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه، که څه هم امریکا د دې پروسې ملاتړ نه کوي.

د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) مشر "جولیټ توما" وویل: موږ غزې ته د دې سیمې د خلکو سره د مرستې لپاره د لا زیاتو بشري مرستو رسولو هرکلۍ کوو. په عین حال کښې، غزې ته د مرستې رسولو لپاره خورا اغیزمنه، ارزانه او چټکه لاره شتون لري، او هغه د سړک لاره ده. په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هره ورځ لږ تر لږه ۵۰۰ مرستندویه لاریو ته اړتیا ده.

امریکايي چارواکي د لنګرګاه د جوړولو په شان د پلانونو په جوړولو سره چې عملي کول به یې په عملي توګه ناشوني وي، په حقیقت کښې د خپل اصلي متحد یعنې صهیونیسټ رژیم په ارادې عمل کوي چې د ملګرو ملتو پریکړه لیکونو ته په بې پامۍ سره د غزې محاصرې ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې ساده او عاقلانه حل لاره د ځمکنیو لارو پرانستل دي چې د غزې خلکو ته مرستې په اسانۍ او چټکتیا سره ورسیږي.

د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیلیدو وروسته دفلسطین وسله والو ډلو ښودلې ده چې له سیاسی پرمختګونو او دامریکا او صهیونیسټ رژیم له پټو نښتو او دسیسو څخه ښه خبر دي او دې ته تیار نه دي چې د مقاومت او اودریدنې بهیر چې په دې وروستیو میاشتو کې یې د دوی او د فلسطینیانو لپاره یې مثبتې او پرېکنده پایلې لرلې دي، پریږدي. */*/*/*/

 

ټیګونه