Mar 27, 2024 14:26 Asia/Kabul
  • د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره او ۴۱۴ تنو ته ورسېد

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره ۴۱۴ او د ټپیانو شمېر ۷۴ زره او ۷۸۷ ته رسېدلی دی.

د صهیونیسټي رژیم پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۸ قتل عامونه ترسره کړي، چې په پایله کې ۸۱ تنه شهیدان او ۹۳ نور ژوبل شوي دي.

په عین حال کې، د «الجزیرې» خبري چینل خبر ورکړی چې د رفح په شمال کې په یو کور کې چې فلسطیني کډوال پکې اوسېدل، د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو په حملو کې د شهیدانو شمېر ۱۸ تنو ته لوړ شوی چې ۹ یې ماشومان دي.

د صهیونیسټي رژیم نیواکګرو پوځیانو د تیرې شنبې په ورځ د رام الله په شمال کې پر جلزون کمپ حمله وکړه او لږ تر لږه لس فلسطیني ځوانان یې بندیان کړل .

ټیګونه