د غزې د جنګ په هکله د امریکې په دوکه بازۍ د امریکايي سناتور اعتراض
Mar 31, 2024 07:30 Asia/Kabul
د امریکې د ورمونټ ایالت آزاد سناتور برني سنډرز اسرائیلو ته د لازیاتو وسلو د لیږلو په لړ کښې د دغه هیواد د ولسمشر جوبایډن د حکومت په فیصلې نیوکه وکړه.
د امریکې د ورمونټ ایالت آزاد سناتور برني سنډرز اسرائیلو ته د لازیاتو وسلو د لیږلو په لړ کښې د دغه هیواد د ولسمشر جوبایډن د حکومت په فیصلې نیوکه وکړه.
دغه امریکايي سناتور په ایکس ټولنیزه شبکه کښې په خپلې پاڼې ولیکل:
امریکا نه شي کولې نتانیاهو ته زارۍ وکړي چې په ملکي وګړو بمباري بنده کړه او په بله ورځ په زرهاؤ دوه زره پونډي بمونه چې د ښار ټولې سیمې له خاورو سره سمولی شي، هغه ته واستوي. دا کار شرمناک دی.
ښاغلي سنډرز یوځل بیا ټینګار وکړ: مونږ باید له اسرائیلو سره خپله ملګرتیا ختمه کړو. اسرائیلو ته نور بمونه مه لیږئ.