د انسټګرام مشهور انځور / له داعش سره د اسرائیلو حیرانوونکی ورته والی
پارس ټودي – په تېرو میاشتو کې او د غزې د جګړې له پیله، د صهیونیسټانو له خوا په غزه کې د فلسطیني ملکي وګړو د نیول کېدو د انځورونو خپرېدل، په نړیوالو رسنیو کې ډېر انعکاس درلود. د ملکي بندیانو بربنډ کول او د هغوی د سترګو پټول، په عراق او سوریه کې د داعش د کړنو یادونه کوي.
تکفیریانو هم په دغو دوو هېوادونو کې د ډېرو عامو خلکو سترګې د هغوی د ذلیلولو او ویرولو په موخه، پټولې او پر ځمکه یې کښېنول.
د انسټګرام د ځینو کاروونکو په وینا، اسرائیلي رژیم او داعش ډېر مشترکات لري.
د ملکي وګړو وژل، د ماشومانو وژل، پر روغتونونو بریدونه، پر مرستندویه مرکزونو او وسایطو بریدونه، د ممنوعه وسلو کارول، پر خلکو د اوبو بندول، د ژوند د اړتیاوو او حیاتي زیربناوو ویجاړول، توکم پالنه، جبري کډه کول، د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو له پامه غورځول، فزیکي شکنجې او له بندیانو سره روحي ناوړه چلند، د پوځیانو او ملکي وګړو ترمنځ د توپیر نه کول، نسل وژنه او د نورو ملتونو د ځمکو غصبول، د جوماتونو او کلیساګانو په ګډون، د کلتوري هویت تخریب او داسې نور... د صهیونیسټانو او داعشیانو تر منځ د مشترکاتو له بیلګو څخه دي.
کلیدي کلمې: اسرائیل او داعش، غزه، د فلسطینیانو وژنه، د جوماتونو ویجاړول، عراق او سوریه