Mar 31, 2024 14:51 Asia/Kabul
  • په غزه کې له ۱۷۵ ورځو وروسته د جګړې د تلفاتو او زیانونو عمومي شمېرې

پارس ټوډې - په غزې تړانګه کې د فلسطین حکومت د اطلاعاتو دفتر، په غزه کې د جګړې په ۱۷۵مه ورځ د تلفاتو او زیانونو د عمومي احصایې په اړه یو راپور وړاندې کړ.

د جګړې د تلفاتو او زیانونو لنډیز په لاندې ډول دی:

صهیونیسټي پوځ په غزې تړانګه کې ۲ زره او ۸۸۸ جنایتونه او وژنې کړي دي

۳۹ زره او ۶۲۳ تنه شهیدان او ورک دي.

۳۲ زره او ۶۲۳ شهیدان روغتونونو ته انتقال شوي.

تر ۷ زرو ډېر کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي.

په شهیدانو کې ۱۴ زره او ۳۵۰ تنه یې ماشومان دي.

۲۸ ماشومان د لوږې له امله په شهادت رسېدلي.

په شهیدانو کې ۹ زره او ۴۶۰ یې ښځې دي.

۳۶۴ تنه طبي کارکوونکي شهيدان شوي.

د ژغورنې او مرستو رسولو ۴۸ تنه غړي شهیدان شوي.

۱۳۶ خبریالان شهیدان شوي.

۷۵۰۹۲ کسان ټپیان شوي دي.

د دې جګړې د ټولو قربانیانو ۷۳ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

۱۷ زره ماشومانو یو یا دواړه، مور او پلار له لاسه ورکړي دي.

د سرطان ۱۰ زره ناروغان له مړینې سره لاس او ګریوان دي او عاجلې درملنې ته اړتیا لري.

د غزې تړانګې دوه میلیونه اوسېدونکي بې ځایه شوي.

۱۶۸ دولتي مرکزونه ویجاړ شوي دي.

سل ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

۲۲۷ جوماتونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

اصلي کلمې: جنگي جنایت، د فلسطینیانو وژنه، غزه، د ښوونځیو او جوماتونو موخه ګرځول، آمریکا او اسرائیل ، له اسرائیلو د لوېدیځ ملاتړ

ټیګونه