د ایران او پاکستان ترمینځ د مال ګاډي تګ راتګ بحال شو
May 12, 2021 13:00 Asia/Kabul
د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریتونو ترمینځ د مال ګاډي تګ راتګ پس له یوې اونۍ دوباره پیل شو
د ایران او پاکستان د اسلامي جمهوریتونو ترمینځ د مال ګاډي تګ راتګ پس له یوې اونۍ دوباره پیل شو
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د یوې اونۍ له سختو بارانونو وروسته او مخکښې ترې د ایران او پاکستان د مال ګاډي د تګ په لاره کښې د یوې پیښې رامینځته کیدو دغې پټلۍ ته سخت تاوان رسولی و.
خبر زیاتوي چې یادې پټلۍ ته رسیدلی تاوان د ایران او پاکستان د مال ګاډي د تګ راتګ د خرابیدو سبب شوی او د سمولو کار یې یوه اونۍ وخت واخیسته.
د ویلو ده چې د ایران او پاکستان ترمینځ د مال ګاډو تګ راتګ په دې وروستیو کلونو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت په زیاتیدو سره ډیر شوی دی.
ټیګونه