پاکستان:
ملګري ملتونه دې د فلسطینیانو په وړاندې پر خپلو دندو عمل وکړي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ملګرو ملتو وغوښتل چې د صهیونیسټانو د جنایتونو د بندولو په موخه د فلسطیني ولس په وړاندې خپلې دندې ترسره کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ملګرو ملتو وغوښتل چې د صهیونیسټانو د جنایتونو د بندولو په موخه د فلسطیني ولس په وړاندې خپلې دندې ترسره کړي.
شیخ رشید احمد پرون په یوه خبرپاڼه کښې په غزې تړانګې او د فلسطین په نورو سیمو باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د حملو د دوام په غندلو سره وویل: ملګري ملتونه دې د فلسطین د ساتنې او د دغه هیواد د ولس د حقوقو د تامینولو په لړ کښې په خپلې ذمه دارۍ عمل وکړي.
د پاکستان داخله وزیر هم داشان د اسلامي هیوادونو واکمنانو ته په خطاب کښې زیاته کړه: تاسو باید د صهیونیسټي رژيم په لاس د فلسطینیانو نسل وژنه بنده کړئ.
په دې وروستیو څو ورځو کښې پاکستان د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې د صیهونیسټي ضده مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطیني ولس خلاف د صهیونیسټي رژيم جنایتونه غندلي دي.
د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو په نوي پړاؤ کښې چې له تیرې دوشنبې څخه پیل شوی دی، تراوسه د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۳۹ فلسطینیان شهیدان شوي او سلګونه نور هم زخمي شوي دي.