ملګري ملتونه دې د فلسطینیانو په وړاندې پر خپلو دندو عمل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i100348-ملګري_ملتونه_دې_د_فلسطینیانو_په_وړاندې_پر_خپلو_دندو_عمل_وکړي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ملګرو ملتو وغوښتل چې د صهیونیسټانو د جنایتونو د بندولو په موخه د فلسطیني ولس په وړاندې خپلې دندې ترسره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2021 23:45 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې د فلسطینیانو په وړاندې پر خپلو دندو عمل وکړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ملګرو ملتو وغوښتل چې د صهیونیسټانو د جنایتونو د بندولو په موخه د فلسطیني ولس په وړاندې خپلې دندې ترسره کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له ملګرو ملتو وغوښتل چې د صهیونیسټانو د جنایتونو د بندولو په موخه د فلسطیني ولس په وړاندې خپلې دندې ترسره کړي.

شیخ رشید احمد پرون په یوه خبرپاڼه کښې په غزې تړانګې او د فلسطین په نورو سیمو باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د حملو د دوام په غندلو سره وویل: ملګري ملتونه دې د فلسطین د ساتنې او د دغه هیواد د ولس د حقوقو د تامینولو په لړ کښې په خپلې ذمه دارۍ عمل وکړي.

د پاکستان داخله وزیر هم داشان د اسلامي هیوادونو واکمنانو ته په خطاب کښې زیاته کړه: تاسو باید د صهیونیسټي رژيم په لاس د فلسطینیانو نسل وژنه بنده کړئ.

په دې وروستیو څو ورځو کښې پاکستان د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې د صیهونیسټي ضده مظاهرو په ترسره کولو سره د فلسطیني ولس خلاف د صهیونیسټي رژيم جنایتونه غندلي دي.

د غزې تړانګې په مختلفو سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو په نوي پړاؤ کښې چې له تیرې دوشنبې څخه پیل شوی دی، تراوسه د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۳۹ فلسطینیان شهیدان شوي او سلګونه نور هم زخمي شوي دي.