که مالی فساد راباندې ثابت شو نو سیاست به پریږدم
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i10057-که_مالی_فساد_راباندې_ثابت_شو_نو_سیاست_به_پریږدم
د پاکستان وزیراعظم وویل چې د مالی فساد د ثابتیدو په بڼه کښې به سیاست پریږدی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2016 11:46 Asia/Kabul
  • که مالی فساد راباندې ثابت شو نو سیاست به پریږدم

د پاکستان وزیراعظم وویل چې د مالی فساد د ثابتیدو په بڼه کښې به سیاست پریږدی.

ایکسپریس نیوز خبر ورکړی چې د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف د خیبرپښتونخوا صوبې د بنو سیمې په کتنه کښې وویل: مخالفان نه پوهیږی چې له چا سره سیالی کوی او له وزیراعظمۍ د استعفا په هکله د هغوی له ګواښونو به هیڅکله ونه ویریږم.

نواز شریف د ځان او خپلې کورنۍ د مالی فساد په هکله د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو د سخت مخالفت په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې اپوزیشن دې ټولې چارې د پاکستان سترې محکمې ته وسپاری.