پاکستانی خبریالانو په اسلام آباد کښې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i10060-پاکستانی_خبریالانو_په_اسلام_آباد_کښې_مظاهرې_وکړې
پاکستانی خبریالانو د ژوند د امنیت په نشتوالی باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2016 11:49 Asia/Kabul
  • پاکستانی خبریالانو په اسلام آباد کښې مظاهرې وکړې

پاکستانی خبریالانو د ژوند د امنیت په نشتوالی باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

د پریس ټی وی د خبر له مخې د پاکستان یوه ډله خبریالانو او جنرلسټانو د دغه هیواد په پلازمینه اسلام آباد کښې د مظاهرو په کولو سره د خبریالانو لپاره د سر د امنیت د نشتوالی په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

یو معترض جنرلسټ نوید اکبر وویل: له کله نه چې پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې شامل شوی، د خبریالانو د کار ترټولو بد دوران پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه: زیاتره جنرلسټان تیښتې ته اړ شوی او ډیرو هم په تیره بیا په سرحدی سیمو کښې سرونه بایللی دی.

په پاکستان کښې تراوسه د خبریالانو خلاف په تاوتریخوالی د غور لپاره څو قضائی کمیشنونه جوړ شوی دی. دا خبر زیاتوی چې په مختلفو پیښو کښې څه باندې ۱۲۰ پاکستانی خبریالانو او جنرلسټان وژل شوی دی خو د هغوی قاتلان همهغه شان ازاد ګرځی.