اسرائیلو ته توغندوي ځواب د حماس روا حق دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i100642-اسرائیلو_ته_توغندوي_ځواب_د_حماس_روا_حق_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یوه (۱)نیواکګر ځواک یرغل ته د فلسطین د مقاومت غبرګون د ملګروملتونو له منشور سره سمون خوړونکی وباله او ویې ویل د صهیونیسټ رژیم یرغل ته په توغندیو سره متقابل ځواب ورکول د حماس غورځنګ جایز حق دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2021 09:09 Asia/Kabul
  • اسرائیلو ته توغندوي ځواب د حماس روا حق دی

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یوه (۱)نیواکګر ځواک یرغل ته د فلسطین د مقاومت غبرګون د ملګروملتونو له منشور سره سمون خوړونکی وباله او ویې ویل د صهیونیسټ رژیم یرغل ته په توغندیو سره متقابل ځواب ورکول د حماس غورځنګ جایز حق دی .

عارف علوي له« اینډي پینډینټ »خبري سایټ سره په مرکه کښې وویل  د فلسطین د اسلامي مقاومت حماس غورځنګ توغندوي ځواب روا والی لري او که چیرې اسرائیل داسې تصور لري چې د تاوتریخوالو په تپلو سره د فلسطین موضوع ختمولای شي نو په غلطه دی ځکه چې د فلسطین د مسلې  د حل یوازنۍ لاره د فلسطین د یوه() خپلواکه هیواد جوړیدل دي .

هغه وویل ټول فلسطینیان په تیره بیا د دغه ټاټوبي ماشومان یوازې یو(۱) هدف تعقیبوي چې هغه د نیواکګرانو له منګولو د خپل هیواد ازادول دي .

د پاکستان ولسمشر عارف علوي له اسرائیلو سره د مقابلې او د فلسطین د ګټو د تامینولو لپاره د اسلامي نړۍ اوسنی موقعیت کمزوری وباله او ویې ویل اسلامي امت د وحدت په پیاوړي کولو سره له اقتصادي پلوه ځانونه پیاوړي کړي چې د یوه (۱) قدرت د دباو زغملو ته مجبوره ونه وسي .

عارف علوي په اسلامي دنیا غږ وکړ د فلسطین د حقوقو د تامینولو لپاره د مبارزې د پرمخ بیولو لپاره د نړۍ د عمومي افکارو د متوجه کولو او د نړیوالې اجماع په رامینځته کولو کښې خپل رول ولوبوي .