په پاکستان کې د امریکې د فوځي اډې د شتون ردېدا
پاکستان په خپله خاوره کې د امریکې د هر ډول فوځي اډې شتون په کلکه رد کړې او په دې اړه یې ګنګوسې غیر مسئولانه بللي دي.
د امریکا او د پاکستان د ملي امنیت د سلاکارانو د نه اټکل شوې لیده کاته سره هممهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په صادرولو سره په نړیوالو رسنیو کې امریکایي ځواکونو ته د اسلام اباد له لوري د اډې د ورکولو ګنګوسې بې اساسه وبللې.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زاهد حفیظ چودری زیاته کړه: په پاکستان کې د امریکې هیڅ یوه فوځي یا هوایي اډه شتون نه لري او نه هم داسي یو وړاندیز تر دې دمه مطرح شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: په دې اړه هر ډول ګنګوسې او پروپاګڼدا به بې اساسه وي او باید ورڅخه ډډه وشي ځکه چي دا د لویه سره نه دی اټکل شوی.
امریکې سره د فوځي اډې لپاره د پاکستان د موافقې تکذیب پسله هغه مطرح کیږي چي په سیمه کې ځینو رسنیو په دې اړه راپورونه خپاره کړي دي، د یادو راپورونو له مخې امریکې اوس مهال د پآکستان په شالوزان او ټرمینال سیمو کې چي د افغانستان سره په ګډه پولو کې واقع شوي دي د یوې ستري فوځي اډې په جوړولو لګیا ده.
له هغه نه وروسته چي د امریکې نوی ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ تر سپټمبر پوري به له افغانستانه ټول امریکایي سرتیري وباسي، داسي زیاتې اټکلونې شوي چي ګواکې سپینې ماڼۍ په پاکستان کې د فوځي اډې د جوړولو اراده لري.
په وروستیو اوونیو کې د امریکا ځینو سیاسي او فوځي چارواکو د پاکستان د نوم اخیستلو پرته ټینګار کړي چي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هیواد باندې د نظارت لپاره د امریکې یو شمېر سرتیري باید د افغانستان په ګاونډ کې ځای پر ځای شي.
که څه هم امریکایي چارواکو تر دې دمه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په سیمه کې د خپلو ځواکونو او فوځي سازوسامان د ساتلو لپاره له پاکستان څخه د یو انتخاب په توګه یادونه نه ده کړې، خو په وروستیو میاشتو کې له افغانستان څخه پاکستان ته د امریکایي ځواکونو د سازوسامان د استولو راپورونه په سیمه کې د رسنیو پام ځان ته اړولی دی.
په دغه هیواد کې د امریکایي ځواکونو او سازوسامان د بیا ځلي د ځای پر ځای کېدو په وړاندې د پاکستان د خلګو او سیاسي ډلو تر مینځ موجود حساسیتونه تر دې حده زیات دي چي سپیني ماڼۍ ته د فوځي اډې د ورکولو د احتمال په اړه د راپورونو له خپرېدو سره سم، پاکستاني چارواکو په چټکۍ سره غبرګون وښوده او دغه ګنګوسې بې اساسه وبللې.
تر دې مخکې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له عربستان څخه د سفر تر راستنېدو وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره امریکایي سرتېرو ته د پاکستان له لوري د هوایي اډې د ورکړې په اړه وویل: دغه موضوع یوازې د یوې ګنګوسې په کچه کې مطرح شوي او اسلام آباد امریکې ته د اډې د ورکولو هیڅ ګروهنه نه لري.
امریکا ۹ کاله مخکې مجبوره شوه په پاکستان کې خپل وروستۍ اډه بنده کړي چي دغه مساله له پاکستاني چارواکو څخه د دې هیواد د خلګو له اصلي غوښتنو او د امریکې او پاکستان تر مینځ د اړیکو د بیاکتنې له مهمو مسایلو څخه شمېرل کېده.
په داسی یو شرایطو کې چي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په پاکستان کې د امریکایي سرتېرو د بیا ځلي ځای پر ځای کېدو په اړه اندېښنې د پاکستان د خلګو تر مینځ زیاتي شوي دي.
په پاکستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو د زیاتېدا او امریکایي ځواکونو سره د مبارزې لپاره د طالبانو هود هغه پایلي دي چی د پاکستان خلګ ورڅخه اندېښمن دي.
که څه هم پاکستاني چارواکو په ځلونو په دغه هیواد کې د امریکې د بیاځلي حضور انکار کړې خو په جنیوا کې د پاکستان له ملی امنیت سلاکار سره د امریکې د ملی امنیت سلاکار لیده کاته هغه څه دي چي په اسلام اباد باندې د امریکې د فشار اندېښنې رامینځ ته کړي.