د پاکستان پوځي قومندانانو د افغانستان په هکله غونډه وکړه
د پاکستان د پوځ قومندانانو په یوه غونډه کښې د افغانستان حالاتو او د دواړو هیوادونو په ګډه پوله کښې وروستۍ نښتې وڅیړلې.
د پاکستان د پوځ قومندانانو په یوه غونډه کښې د افغانستان حالاتو او د دواړو هیوادونو په ګډه پوله کښې وروستۍ نښتې وڅیړلې.
د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د جنرال قمر جاوید باجوا په مشرۍ د پاکستان د جګ پوړ قومندانانو ۲۴۱ غونډه په راولپنډۍ هیډکواټر کښې ترسره شوه.
په دغې غونډې کښې د پاکستان او افغانستان په ګډو پولو کښې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه د اغزن تار د لګیدو د کار په زرترزره بشپړیدو باندې ټینګار وشه.
د پاکستان پوځي قومندانانو هم داشان د خپل هیواد په سرحدي سیمو باندې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو وروستۍ حملې وغندلې او ویې ویل چې د افغانستان حکومت دې د پاکستان خلاف د خپل هیواد له خاورې د ترهګرو د استفادې مخه ونیسي.
د ویلو ده چې تیره یکشنبه د افغانستان په خاوره کښې دیره ترهګرو د پاکستان په سرحدي پوسټې باندې په حملې سره یو پاکستاني پوځي مړ شوی و.