په کشمير کښې د هند د نيواکګرۍ په ختمولو د پاکستان تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i100912
د پاکستان په پارلېمان کښې د کشمير د کمېټۍ مشر د هندترکنټرول لاندې کشمير سيمه کښې د نوي ډيلي د نيواکګرۍ په ختمېدو تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 29, 2021 05:14 Asia/Kabul
  • په کشمير کښې د هند د نيواکګرۍ په ختمولو د پاکستان تاکيد

د پاکستان په پارلېمان کښې د کشمير د کمېټۍ مشر د هندترکنټرول لاندې کشمير سيمه کښې د نوي ډيلي د نيواکګرۍ په ختمېدو تاکيد وکړ.

د آناتولي خبري آژانس د رپوټ له مخې شهريار خان آفريدي پرون په اسلام آباد کښې په يوه غونډه کښې وويل: نړۍ او نړيواله ټولنه پکار دے د هند تر کنټرول لاندې کشمير سيمه کښې د نوي ډيلي د  استبدادي اقداماتو په وړاندې اودريږي.

هغه زياته کړه، نوي ډيلي په کشمير سيمه کښې د اسرائيلي رژيم د نيواکګرۍ طريقه اختيار کړې ده.

شهريار آفريدي تاکيد وکړ د هند ترکنټرول لاندې کشمير سيمه کښې د هند د ښارګيو جوړونه د ملګرو ملتود پرېکړ ليک خلاف ورزي ده.

په دغه غونډه کښې نورو وېناوالو هم وويل چې د کشمير او فلسطين مسائل په ماډرن ددنيا کښې د بشري حقوقو څرګنده خلاف ورزي ده او دغه مسائل تر اوسه په ملګرو ملتو کښې هوار شوي نه دي.

د يادونې ده چې د هندحکومت د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۵ نېټه د دغه هېواد ترکنټرول لاندې کشمير سيمې د خودمختارۍ د خاصو اختياراتو په لغو کولو  د کشمير د اوسيدونکو لپاره د ژوند حالات ډېر سخت کړل دغې سيمې ته د هندوانو د مهاجرت او د هغوي لخوا د کشميري زمکو د اخېستلو او خرڅولو لپاره زمينه برابره کړې ده.د کشمير خلق د دغې سيمې د برخليک ټاکلو لپاره د رېفرېنډم په اړه د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د پرېکړليک د عملي کېدو غوښتونکي دي خو د هند حکومت ورسره مخالفت کوي.