روسیه د پاکستان د جنوب او شمال د ګازو نل لیکه جوړوی
May 06, 2016 11:14 Asia/Kabul
په پاکستان کې د روسیې سفیر الکسی دیدوف له نوی وقت ورځپاڼۍ سره په مرکه وویل د امریکا له مخالفتونو سره سره ماسکو له کراچۍ ، لاهور ته د ګازو نل لیکه جوړوی او دا کار به ډیر ژر پیل شی .
د پاکستان او روسیې مقاماتو د ۲۰۱۵ میلادی کال د اکتوبر په ۱۵ د دغې ګازی نل لیکی د جوړولو لپاره د دوه میلیارډ ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ او ټاکل شوی ده دغه نل لیکه تر ۲۰۲۰ میلادی کاله پورې بشپړه شی .