په پاکستان کې د ریل ګاډود ټکر دقربانیانوله خپلوانوسره خواخوږي څرګندوو
پرون د پاکستان د سند صوبې دډهرکي ضلعې په شاوخوا کې د دوو مسافري ریل ګاډو په ټکر کې بوږنونکي غمیزه رامینځةشوي او د راپورونو په اساس تر دې دمه ئې دقربانیانو شمیر دوه شپیته تنه او دټپیانو شمیر ئې هم څه دپاسه سل تنه اعلان شوی چې وئيل کیږي ،ځيني نور هم پکې مرګي حاله دي .
ایرنا خبري آژانس راپور ورکړی ، په پاکستان کې د اسلامی ایران سفیر سید محمد علی حسیني نن پخپل ټولنیز پیغام کې د پاکستان په جنوب ګهوټکي سیمې کې د دوو مسافری ریل ګاډو په ټکر کې چې دوه شپیته کسان پکې وژل شوي او څه دپاسه سل نور ټپیان شوي دي ،د دغه هیواد له حکومت ملت او د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي ښودلي او ورته ئې تسلیّت وئيلی .
حسینی پخپل دغه پیغام کې لیکلي دي ،په سند صوبې کې د مسافري ریل ګاډو د ټکر په پيښې کې د قربانیانو په تاوان غمجن یوو او د عا کوو چې ددغې پيښې ټپيان زر ترزره ښه او له خپلو کورنیو سره یو ځاي شي .
وروستي راپورونه ښئ چې پرون د پاکستان د سند صوبې دډهرکي ضلعې په شاوخوا کې د دوو مسافري ریل ګاډو په ټکر کې بوږنونکي غمیزه رامینځةشوي او د راپورونو په اساس تر دې دمه ئې دقربانیانو شمیر دوه شپیته تنه او دټپیانو شمیر ئې هم څه دپاسه سل تنه اعلان شوی چې وئيل کیږي ،ځيني نور هم پکې مرګي حاله دي .