پاکستان د امریکا د پوځي اډو د جوړولو مخالف دی
جیو نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان په حالاتو باندې د څارنې لپاره د پوځي اډو د جوړولو د شرایطو د برابرولو په لړ کښې امریکا ته د ځانګړیو خدماتو د وړاندې د موضوع په باره کښې د اسلام اباد او د واشنګټڼ د خبرو اترو په هکله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ته په غبرګون کښې وویل
پاکستان به هیڅکله له افغانستان څخه د خارجي پوځيانو له وتلو وروسته په خپله خاوره کښې د امریکا د پوځي اډو د جوړولو اجازه ورنکړي .
شاه محمود قریشي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور په هکله وویل دا شاید د امریکا د ګروهنې بیانونکی وي خو پاکستان د اډو د جوړولو اجازه نه ورکوي ځکه چې مونږ باید د هیواد لوې ګټې په نظر کښې ونیسو .
له دې مخکې د امریکا دفاع وزارت پینټاګان ادعا کړي وه چې پاکستان په افغانستان کښې له خپلو عسکرو د امریکا د ملاتړ کولو لپاره د اسلام اباد له هوايي حریم څخه د استفادې اجازه ورکړي ده .
د افغانستان اکثرو رسنیو هم ویلي دي چې امریکا د پاکستان په بلوچستان صوبې او دغه راز د کرمې ضلعې په شلوزان او تري منګل سیمو کښې په لوړو غرونو کښې د پوځي اډو په جوړولو بوخته ده .