د افغانستان وضعیّت د پاکستان او روسیې لپاره یوشان مهم دی
د روسیې دفاع وزیر پرون په ماسکو کې په نهم نړیوال امنیتي کنفرانس کې وئيلي دي د افغانستان د موضوع حل او ددغې غوټې پرانیسل د ایران او پاکستان له مشارکت او ملګرتیا پرته هیڅ امکان نه لري .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، د پاکستان دملی امنیت سلاکار او د روسیې دفیډریشن دملی امنیت د شورا منشي د افغانستان د سولې دبهیر په شمول د سیمې دامنیت په تر ټولو وروستیو بدلونو خبرې اترې کړي دي.
راپور ښئ په تاجیکستان کې دشاهنګهائي ملګرتیا موسیسې دغونډې په څنډې کې د پاکستان د ملی امنیت سلاکارمعید یوسف له خپل روسيۍ همڅنګ نیکلای پاتروشف سره په کتنې د افغانستان د وضعیّت او ددغه هیواد د سولې له بهیر سره داړونده پرمختګونو په باب دخپل نظر په څرګندولو سره وئيلي دي د افغانستان بدلونونه ددرستې سیمې په تیره بیا د پاکستان او روسیې او نورو ګاونډیانو لپاره ډير مهم او اساسی حیثیّت لري .
په دغې کتنې کې دواړو لورو د امنیتی ملګرتیاؤ دپراختیا په شمول د اسلام اباد او ماسکو ترمینځ د منانسباتو په لاژورتیا هم ټینګار وکړ.
داپه داسې حال کې دي چې د روسیې دفاع وزیر پرون په ماسکو کې په نهم نړیوال امنیتي کنفرانس کې وئيلي دي د افغانستان د موضوع حل او ددغې غوټې پرانیسل د ایران او پاکستان له مشارکت او ملګرتیا پرته هیڅ امکان نه لري .