له سعودی عربستانه دپاکستانیانو ویستل هماغه راز دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i10222-له_سعودی_عربستانه_دپاکستانیانو_ویستل_هماغه_راز_دوام_لری
هغه کابو ۴۹پاکستانیان چې په عربستان کې په کارونو بوخت وو دنامعلومو دلیلونو په اساس سعودیانو خپل هیواد ته ستانه کړی دی . دا په تیرو څلورو میاشتو کې څوم ځل دی چې پاکستانی ښاریز له کوم خاص دلیل پرته له سعودی عربستانه ویستل کیږی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2016 11:03 Asia/Kabul
  • له سعودی عربستانه دپاکستانیانو ویستل هماغه راز دوام لری

هغه کابو ۴۹پاکستانیان چې په عربستان کې په کارونو بوخت وو دنامعلومو دلیلونو په اساس سعودیانو خپل هیواد ته ستانه کړی دی . دا په تیرو څلورو میاشتو کې څوم ځل دی چې پاکستانی ښاریز له کوم خاص دلیل پرته له سعودی عربستانه ویستل کیږی

ایرناخبری آژانس د پاکستان د ایکسپریس نیوز خپرونې له قوله راپورورکړی دتیر کال په وروستیو کې هم یو سل شل پاکستانیان له عربستانه ویستل شوی وو

په عربستان کې څه دپاسه یو نیم میلیون پاکستانیان دکار په ډیرو بدو شرائطو کې ژوند کوی ، همدار از رسمی احصائی ښئ چې دعربستان په بندونو کې هم څه دپاسه دوه نیم زره پاکستان بندیان دی او هرکال له هغوی یوشمیر له دې پرته چې محاکمه شی ، دسعودی جلادانو په لاس ئې سرونه غوڅول کیږی .

دپآکستان په رسنیو کې له عربستانه د پاکستانیانو دویتسل کید ادلیل اعلان شوی نه دی ، خو دعربستان دبودجې خسارې دوام ته په پام سره چې په نړیوالو بازارونو کې دتیلو دبیّو په ټیټولو کې ددغه هیواد دسرخوږو سیاستونو په دلیل رامینځةشوی ، داسې ښکاری له عربستانه دبهرنیو ښاریزو په تیره بیا دپاکستانیانو د ویستلو دلیلونه د دغه هیواد خراب اقتصادی وضعیت وی