د پاکستان هیڅ یو ه چارواکي اسرائيلو ته سفر نه دی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102348-د_پاکستان_هیڅ_یو_ه_چارواکي_اسرائيلو_ته_سفر_نه_دی_کړی
د پاکستان حکومتي ،سیاسی  او مذهبی شخصیتونو  په کرتو وئیلي  دي ، صهیونیسټ رژيم  هیڅکله هم په رسمیّت نه پيژني  او د مظلوم فلسطیني  ملت په ضد  صهیونیسټانو جنایتونه  د انسانیّت په ضد  او نسل وژنه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2021 10:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان هیڅ یو ه چارواکي اسرائيلو ته سفر نه دی کړی

د پاکستان حکومتي ،سیاسی  او مذهبی شخصیتونو  په کرتو وئیلي  دي ، صهیونیسټ رژيم  هیڅکله هم په رسمیّت نه پيژني  او د مظلوم فلسطیني  ملت په ضد  صهیونیسټانو جنایتونه  د انسانیّت په ضد  او نسل وژنه ده .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، دپاکستان حکومت دفلسطین نیواکي ټاټوبو ته د دپاکستان د لومړي وزیر د ځانګړی سلاکار ذوالفقار علی بخاري یا هماغه زلفی بخاري  دسفر په باب د ځينو رسندویو له خوا شوي ادعاګانې ګمراه کونکي بللي دي  .

  د پاکستان خارجه وزارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دي د صهیونیسټ رژيم په ضد  د پاکستان په دریځونو کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی  او هماغه ډول چې  په کرتو وئيل شوي دي ،اسلام اباد  د فلسطین خپلواکه هیواد پر جوړیدا او د قدس شریف  د پلازمینې په توګه پر ټاکلو ټینګار وي .

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،پاکستان یو خپلواکه حکومت لري او له هیچا هیڅ ډول ډیکټیشن   نه اخلي  .

د پاکستان حکومتي ،سیاسی  او مذهبی شخصیتونو  په کرتو وئیلي  دي ، صهیونیسټ رژيم  هیڅکله هم په رسمیّت نه پيژني  او د مظلوم فلسطیني  ملت په ضد  صهیونیسټانو جنایتونه  د انسانیّت په ضد  او نسل وژنه ده .