پاکستان له امریکاسره په هیڅ یوه جنګ کې نه شریک کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102448-پاکستان_له_امریکاسره_په_هیڅ_یوه_جنګ_کې_نه_شریک_کیږي
 د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې  د پاکستان  حکومتونو امریکا ته د ؛ نه ؛ وئیلو  جراء ته نه درلود  او په دایمي توګه ئې  خپلو خلکو ته دروغ  وئيل ، روښانه کړې ده . کله یو ملت   د خپل ځان احترام نه کوي ،نو    دنړیوالو له خوائې هیح احترام نه کیږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 02, 2021 00:44 Asia/Kabul
  • پاکستان له امریکاسره په هیڅ یوه جنګ کې نه شریک کیږي

 د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې  د پاکستان  حکومتونو امریکا ته د ؛ نه ؛ وئیلو  جراء ته نه درلود  او په دایمي توګه ئې  خپلو خلکو ته دروغ  وئيل ، روښانه کړې ده . کله یو ملت   د خپل ځان احترام نه کوي ،نو    دنړیوالو له خوائې هیح احترام نه کیږي .

 زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ ،  دپاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون یو ځل بیا په اسلام اباد کې په یوه کنفرانس کې پخپلې وینا کې  ټینګار کړی ،اسلام اباد  هیڅکله  هم له امریکا سره په هیڅ  یوه جنګ او سیمه ایز تاؤتریخوالي کې نه شریک کیږي .

 راپور ښئ ، عمران خان چې په همداوروستیو کې ئې  له افغانستانه  د امریکا جنجال او ترینګلتیاوې رامینځةکونکي پوځ   د وتلو په غبرګون او  د سپینې مانۍد دباؤنو په وړاندې په نه تسلیمیدا کې  د امریکایانو غوږونو ته دا خبره رسولې  او یو ځل بیا ئې په ډاګه وئيلي دي ،پاکستان  به نور په هیڅ یوه جنګ کې  شریک نشي او نوره د امریکا په  دوکو نه غولیږي .

 د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې  د پاکستان  حکومتونو امریکا ته د ؛ نه ؛ وئیلو  جراء ته نه درلود  او په دایمي توګه ئې  خپلو خلکو ته دروغ  وئيل ، روښانه کړې ده . کله یو ملت   د خپل ځان احترام نه کوي ،نو    دنړیوالو له خوائې هیح احترام نه کیږي .

 عمران خان   په افغانستان کې د ناکراریو د زیاتیدا په باب چې  اصلي عامله ئې امریکا ده ، هم ووئیل ، واشنګټن  په افغانستان کې په شل کلن جنګ کې ماته خوړلې ده  او  دوي هڅه کوي ، د خپلې ناکامۍ مسئولیّت پر پاکستان ورواچوي ،خو د اسلام اباد حکومت فیصله کړې ده ،  دخپل هیواد او ولس ته دې داحترام په سترګه ګوري ،  او همداراز  افغانانو او د دوي هیواد ته  داحترام په سترګه ګوري  او  په دې باب به  د پاکستان له خوا  امریکا هیڅ  پوځي اډه ورنکړي .

 د پاکستان لومړي وزیر  له دې مخکې هم وئيلي وو ،  دافغانستان په جنګ کې له امریکاسر ه د  دغه هیواد ملګرتیا  پر اسلام اباد ډير زیات ځاني  او مالی تاوانونه تپلي دي ،  چې  امریکا حاضره نه ده دغه تاوانونه ومني .