په پاکستان کې سل ډوله آمونه تولیدیږي
په پاکستان کې د آم خوندوره میوه د پنجاب صوبې په تیره بیا د ملتان ضلعې په شاوخوا او جنوبی سیمو کې او دغه راز دسند په جنوبی او ختیځي سیمو کې کیږي او د آمونو ونې کابو تر درو سوو کلونو پورې عمر کوي .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړی ، په پاکستان کې په څه دپاسه یو لک اویا زره ایکړه باغونو کې د آمونو د محصول دترلاسه کولو کار پیل شوی دی .
راپور ښئ ، په پاکستان کې د آم خوندوره میوه د پنجاب صوبې په تیره بیا د ملتان ضلعې په شاوخوا او جنوبی سیمو کې او دغه راز دسند په جنوبی او ختیځي سیمو کې کیږي او د آمونو ونې کابو تر درو سوو کلونو پورې عمر کوي .
داهم وئیل شوي چې په پاکستان کې د تولیدیدونکو آمونو څه دپاسه سل ډوله تولیدیږي چې په دوي کې کابو دیرش ډوله آمونه صادراتي دي . آم میوه د زیاتره هیوادونو دخلکو یو په زړه پورې خوراک دی او پر خوړلو سربیره آم میوه ، عطرو او درملو لپاره هم استعمالیږي .