پاکستان نور له هندوستان سره هیڅ ارتباط نلري
ایسنا خبري اژانس وايي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موعید یوسف وویل نور له هند سره د بندو شویو خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره له نوي ډیلي سره هیڅ پټ غیر مستقیم ارتباط نشته .
هغه له جیو نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په دغه ادعا سره چې هندوستان له پاکستان سره د خبرو اترو او د مذاکراتو د له سره پیلولو هڅه کوي وویل څرنګه چې نوی ډیلی نه دی توانیدلی چې اعتماد رامینځته کړي د اسلام اباد او د نوي ډیلي ترمینځ ارتباطات بند شوي دي .
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار موعید یوسف په دغه اټکل سره چې د کشمیر سیمې د ځانګړي حالت د لغو کولو په ارتباط د هندوستان په دریځ کښې هیڅ بدلون نه لیدل کیږي وویل نوي ډیلي له هغه وخت راهسې تراوسه پورې په دې هکله هیڅ کار نه دی ترسره کړی او هندوستان د کشمیر د ځانګړي حالت په لغو کولو سره په کشمیر سیمه کښې ښکیل شوی او دا د نوي ډیلي په ګټه ده چې خپل دریځ بدل کړي .