د پاکستان پوځ د ترهګرو نابودولو ته نزدې شوی دی
د پاکستان پوځ د ترهګرو تر نابودۍ پورې له هغوی سره د مبارزې په دوام ټینګار وکړ.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان پوځ اعلان وکړ: ضرب عضب پوځی عملیات چې د دغه هیواد په شمالی سیمو کښې له تیرو دوه نیمو کالو راهیسې د ترهګرو خلاف روان دی، وروستی پړاو ته رسیدلی دی.
پاکستان پوځی چارواکی په دې باور دی چې د دغو عملیاتو په برکت هیواد له ترهګرۍ پاک شوی، امنیتی وضعه ښه شوې او د قبایلی سیمو په شمول په ټول هیواد کښې ژوند په عادی توګه روان شوی دی.
د پاکستان د پوځ قومندان جنرال راحیل شریف شمالی وزیرستان ته پخپل وروستی سفر کښې وویل چې له ترهګرو د دغې سیمې له پاکیدو وروسته اوس د نورو سیمو پاکونه هم روانه ده.
د پاکستان پوځی چارواکی په داسې حال کښې په ترهګرو د برلاسی کیدو خبره کوی چې د دغه هیواد په ځینو مهمو سیمو کښې اوس هم ګڼې ترهګرې حملې او چاودنې روانې دی.