د پاکستان ګوادر بندرله ایران سره دتجارت لپاره تیاریږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i102672-د_پاکستان_ګوادر_بندرله_ایران_سره_دتجارت_لپاره_تیاریږي
د پاکستان او چین ترمینځ په اوه پنځوس میلیارډ ډالرو په ارزښت سره  تجارتي کریډور (سی پیک  د چین او پاکستان  ترمینځ د ملګرتیا تر ټولو  مهمه پروژه  ده  چې بشپړتیا به ئې تر ۲۰۲۵کال پورې وخت واخلي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 07, 2021 00:15 Asia/Kabul
  • د پاکستان ګوادر بندرله ایران سره دتجارت لپاره تیاریږي

د پاکستان او چین ترمینځ په اوه پنځوس میلیارډ ډالرو په ارزښت سره  تجارتي کریډور (سی پیک  د چین او پاکستان  ترمینځ د ملګرتیا تر ټولو  مهمه پروژه  ده  چې بشپړتیا به ئې تر ۲۰۲۵کال پورې وخت واخلي .

زمونږخبریال راپور راکړ  د پاکستان  او چین د ګډ اقتصادي کریډور (سی پيک) عمومی مدیر عاصم سلیم باجوه  ددې خبرې په  کولو سره چې  د ایران او پاکستان دوه اړخیزه تجارت  دګوادر له لارې ډیر زر پیلیږي ، ووئيل ،  دمګړئ  د ګوادر په یو سل شل کلومیټرۍ کې په ریمدان –ګبد سیمې کې د ایران او پاکستان ګډه پوله  د دواړو هیوادونو ترمینّځ د مسافرانو او تجارتي مبادلاتو لپاره په بشپړ ډول فعال شوی دی.

عاصم باجوه  همداراز  دایران او پاکستان  د ګډې پولې د ازغن تار  دغزولو په بهیر کې د چټکټیا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، له دغې پروژې سره په یوووخت به ،د سرحدي تجارت دپراختیا په موخې سره دګډې پولې بازارچې  هم جوړې شي .

د پاکستان   او چین د ګډ اقتصادي کریډور یا سي پیک چیرمیّن  په عین حال کې وئيلي دي ، د ایران له اسلامی جمهوریت سره دتجارتي اړیکو د  پراختیا لپاره د پآکستان  په بلوچستان کې د  ګوادر بندر   فعالول په ایجنډا کې شامل دي .

اقتصادي کارپيژاندي په دې اند دي چې  دایران  پولې سره  دګوادر بندر نزدیکیداته  او همداراز د پاکستان  داقتصادي قطب په توګه  د کراچۍ او  دایران  له چابهار بندر سره  ئې لنډ واټن ته په پام سره  د ګوادر بندر فعالیدا  د دوو ګاونډیو هیوادونو دتجارتي مبادلاتو په پراختیا کې مهم ټکی کیدلی شي .

د پاکستان او چین ترمینځ په اوه پنځوس میلیارډ ډالرو په ارزښت سره  تجارتي کریډور (سی پیک  د چین او پاکستان  ترمینځ د ملګرتیا تر ټولو  مهمه پروژه  ده  چې بشپړتیا به ئې تر ۲۰۲۵کال پورې وخت واخلي .