د پاکستان ګوادر بندرله ایران سره دتجارت لپاره تیاریږي
د پاکستان او چین ترمینځ په اوه پنځوس میلیارډ ډالرو په ارزښت سره تجارتي کریډور (سی پیک د چین او پاکستان ترمینځ د ملګرتیا تر ټولو مهمه پروژه ده چې بشپړتیا به ئې تر ۲۰۲۵کال پورې وخت واخلي .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان او چین د ګډ اقتصادي کریډور (سی پيک) عمومی مدیر عاصم سلیم باجوه ددې خبرې په کولو سره چې د ایران او پاکستان دوه اړخیزه تجارت دګوادر له لارې ډیر زر پیلیږي ، ووئيل ، دمګړئ د ګوادر په یو سل شل کلومیټرۍ کې په ریمدان –ګبد سیمې کې د ایران او پاکستان ګډه پوله د دواړو هیوادونو ترمینّځ د مسافرانو او تجارتي مبادلاتو لپاره په بشپړ ډول فعال شوی دی.
عاصم باجوه همداراز دایران او پاکستان د ګډې پولې د ازغن تار دغزولو په بهیر کې د چټکټیا خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، له دغې پروژې سره په یوووخت به ،د سرحدي تجارت دپراختیا په موخې سره دګډې پولې بازارچې هم جوړې شي .
د پاکستان او چین د ګډ اقتصادي کریډور یا سي پیک چیرمیّن په عین حال کې وئيلي دي ، د ایران له اسلامی جمهوریت سره دتجارتي اړیکو د پراختیا لپاره د پآکستان په بلوچستان کې د ګوادر بندر فعالول په ایجنډا کې شامل دي .
اقتصادي کارپيژاندي په دې اند دي چې دایران پولې سره دګوادر بندر نزدیکیداته او همداراز د پاکستان داقتصادي قطب په توګه د کراچۍ او دایران له چابهار بندر سره ئې لنډ واټن ته په پام سره د ګوادر بندر فعالیدا د دوو ګاونډیو هیوادونو دتجارتي مبادلاتو په پراختیا کې مهم ټکی کیدلی شي .
د پاکستان او چین ترمینځ په اوه پنځوس میلیارډ ډالرو په ارزښت سره تجارتي کریډور (سی پیک د چین او پاکستان ترمینځ د ملګرتیا تر ټولو مهمه پروژه ده چې بشپړتیا به ئې تر ۲۰۲۵کال پورې وخت واخلي .