پاکستان امریکې ته خبرداری ورکړ
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د ایف-۱۶ ډوله جنګی الوتکو د اخیستو لپاره اسلام آباد ته د مالی مرستې له ورکړې د ډډه کولو په لړ کښې امریکې ته خبرداری ورکړ.
زمونږ خبریال د پاکستانی رسنیو په حواله خبر راکړی چې په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز وویل: که امریکا د ایف-۱۶ ډوله الوتکو د پیرلو لپاره له اسلام آباد سره په مرسته کښې سستی وکړی نو پاکستان مجبوریږی چې د خپلو جنګی الوتکو د کمی او ضرورت د پوره کولو لپاره یو بل هیواد ته مخه کړی.
د اتو ایف-۱۶ ډوله الوتکو په اخیستو کښې له اویا فیصدی مرستې څخه د امریکې ډډه کول له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د پاکستان د جدیت د نشتوالی په وجه د امریکې د کانګرس د مخالفت په وجه دی.
د یادو الوتکو په پیرلو کښې له مرستې سره د امریکې له مخالفت وروسته اسلام آباد اوس د روسی او چینی جنګی الوتکو د اخیستو په هکله سلامشورې کوی.