ایران د افغانستان د سولې په ټینګیدا کښې مهم رول لري
فارس خبري اژانس وايي پاکستان په افغانستان کښې د سولې په ټینګولو کښې د ایران رول اغیزشیندونکی وباله .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل ایران په افغانستان کښې د سولې په ټینګولو کښې داسې مهم رول لري چې ترې غافل نشو کیدلی .
هغه وویل له ایران سره د پاکستان اړیکې پیاوړي شوي دي او حاضردمه له ایران سره د سرحدي بازارونو د جوړولو په حال کښې یوو .
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د مشرانو جرګې سینا د خارجه اړیکو په کمیټۍ کښې یې وینا کوله وویل د واک ویشل په افغانستان کښې د کورني جنګ د رامینځته کیدا د مخه د نیولو یوازنۍ لاره ده او زمونږ هڅه او ارزو دا ده چې ګاونډی هیواد افغانستان یوځل بیا له کورني جنګ سره مخ نشي .
د امریکا د عسکرو د وتلو د نیټې له اعلان او د سولې د خبرو اترو له ماتي خوړلو سره په یووخت په افغانستان کښې د نورو سیمو د نیولو لپاره د طالبانو هڅو د سیمې هیوادونه اندیښمن کړي دي .
امریکا ویلي دي چې د روان میلادي کال دسپتمبر د میاشتې تر یولسمې (۱۱) نیټې پورې خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي .