پاکستان د افغانستان د سولې ضامن نه،بلکې سهولت کار دی
جنرال بابر افتخار ټينګار کړی ، د افغانستان د بحران دحل لپاره تر ټولو اصلي فیصله ددغه هیواد له مختلفو لورو سره اړونده ده چې باید دخپل راتلونکي په باب فیصله وکړي .
زمونږخبریال راپور راکړ د پاکستان دپوځ ویندوي جنرال بابر افتخار چوهدري اې پي پي رسمي خبری آژانس سره په خبرو کې ووئیل ، دافغانستان د سولې بهیر ډير اړخونه لري ، چې په اساس ئې پاکستان په دغه بهیر کې یوازې یو سهولت کار دی او هیڅکله هم د پخلاینې دبهیر ضامن نه دی .
جنرال بابر افتخار ټينګار کړی ، د افغانستان د بحران دحل لپاره تر ټولو اصلي فیصله ددغه هیواد له مختلفو لورو سره اړونده ده چې باید دخپل راتلونکي په باب فیصله وکړي .
د پاکستان دپوځ ویندوي زیاته کړې ، ددغه هیواد له نظره ، د افغانستان د سولې بهیر په مهمې مرحلې کې دی او باید هڅه وشي څو د افغانانو په مدیریّت او رهبرۍ سره صادقانه سوله وشي .
هغه په افغانستان کې د طالبانو ډلې او داعش پشمول د ترهه ګروعناصرو په خوځښتونو داندیښنې په څرګندولو سره وئیلي دي ، د داخلی جنګ دسختیدا او پاکستان ته د نوو پناه غواړو د راماتیدو احتمال به ددغه هیواد لپاره شرائط سخت کړي . د پاکستان د پوځ ویندوي دبهرنیو عسکرو له وتلو روسته له افغانستان سره دمرستې لپاره د سیمه ایزو لوبغاړو پر رول په ټينګار سره پر امریکا غږ کړی ، څو له افغانستانه دې په مسئولانه توګه ووځي .