د افغانستان د بحران سختېدل د پاکستان په ضرر دي
(last modified Tue, 20 Jul 2021 01:17:13 GMT )
Jul 20, 2021 05:47 Asia/Kabul
  •  د افغانستان د بحران سختېدل د پاکستان په ضرر دي

د پاکستان وزيراعظم د افغانستان په چارو کښې د امريکې د خاص استازي په کتنه کښې په دغه هېواد کښې د صلحې په بهير کښې د چټکتيا په لازموالي باندې په تاکيد سره خبردارے ورکړ، په زور سره د يو حکومت تپل به د لانجې د هواري سبب نه شي او په افغانستان د بحران هر ډول سختېدل به د پاکستان د ضرر سبب وګرځي.

اېرنا د پاکستان د رسمي سرچينو په نقل سره رپوټ ورکړ، زلمي خليزاد پرون په اسلام آباد کښې له عمران خان سره کتنه وکړه او دواړو لورو د افغانستان د وروستيو حالاتو او د دغه هېواد د صلحې په بهير کښې د چټکتيا په اړه خبرې اترې وکړې.

دغه کتنه په دوحه کښې د بين الافغاني خبر اترو په آخر کښې د ګډې بيانيې له جاري کېدو وروسته ترسره شوه چې اسلام آباد د کابل د حکومت او طالب ډلې د پلاو ترمېنځ د خبرو اترو دوه ورځنۍ غونډه يو مثبت پرمختګ وبلۀ.

د پاکستان د وزيراعظم دفتر د يوې بيانيې په جاري کولو سره د امريکې د خاص استازي په کتنه کښې د عمران خان د وېنا په نقل سره وويل: د پاکستان وزيراعظم په افغانستان ګاونډي هېواد کښې د اوږدې مودې جنګ جګړو د ختمېدو په هدف سره د يوې بنسټيزې او پراخې موافقې  حاصلولو په خاطر د افغانستان د صلحې د بهير د اسانتيا لپاره د پاکستان د هلو ذکر يادونه وکړه.

هغه وويل، په افغانستان کښې جنګ جګړې او ناقراري د پاکستان په ګټه نه ده ځکه چې دا چاره په امنيتي او د کډوالو د رامتېدو په زمينوکښې د اسلام آباد لپاره د سختو مشکلاتو سبب کيږي.

عمران خان د دې په ويلو سره  چې د افغانستان بحران هيڅ فوځ حل لاره نه لري له امن، باثباته او متحد افغانستان څخه د پاکستان په دوامدار ملاتړ باندې يو ځل بيا تاکيد وکړ او واضحه يې کړه، په لويديځو پولوکښې امنيت خپله د پاکستان په ګټه دے او مونږ په صادقانه توګه  د صلحې لپاره له امريکې او نورو اړوندو هېوادونو سره نزدې ملګرتياوې غواړوو.

د پاکستان وزيراعظم د ټولو افغان لورو د نرمۍ کولو او معاملاتو سمولو په لازموالي يو ځل بيا تاکيد وکړ.