د پاکستان د پخواني سفیر لور وژل شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i103362-د_پاکستان_د_پخواني_سفیر_لور_وژل_شوې_ده
د پاکستان پولیسو د جنوبي کوریا لپاره د دغه هیواد د پخواني سفیر د ۲۸ کلنې لور د وژل کیدو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2021 03:25 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پخواني سفیر لور وژل شوې ده

د پاکستان پولیسو د جنوبي کوریا لپاره د دغه هیواد د پخواني سفیر د ۲۸ کلنې لور د وژل کیدو خبر ورکړ

د پاکستان پولیسو د جنوبي کوریا لپاره د دغه هیواد د پخواني سفیر د ۲۸ کلنې لور د وژل کیدو خبر ورکړ

پاکستاني پولیسو ویلي چې دغه پیښه په اسلام آباد کښې په یو کور کښې رامینځته شوې ده او د شوکت علي مقدم چې په جنوبي کوریا او قزاقستان کښې د پاکستان سفیر پاتې شوی، لور نور مقدم وژل شوې ده. د پاکستان پولیسو ویلي چې په نور مقدم باندې وړومبې ډز شوی دی، زیاته کړه: په دې حمله کښې یو بل کس هم زخمي شوی دی.

د اسلام آباد پولیسو ویلي چې د ظاهر جعفر په نامه یو کس چې د وژل شوې جینۍ ملګری و، د دغه قتل په تور نیول شوی او پولیسو ورڅخه تفتیش پیل کړی دی. ظاهر جعفر د پاکستان د یو مشهور سوداګر زوی دی.

دې پیښې د پاکستان خلک سخت حیران کړي او ویرولي دي او په ټولنیزو شبکو کښې پرې ډیر بحثونه شروع شوي دي.