د کابل حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرواترو فضا موجوده ده
د ایران په کوربتوب سره وروستۍ بین الافغاني خبرواترو هیلې ژوندۍ کړي دي او ویئل کیدلی شی چې د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دخبرواترو فضا موجوده ده .
ایرنا خبری آژانس راپور روکړی، په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند په یولړ څرګندونو کې ډيپلوماسي د افغانستان د سولې دبهیر د بریالیتوب لپاره تر ټولو وروستی فرصت بللی او وئيلي ئې دي ،د ایران په کوربتوب سره وروستۍ بین الافغاني خبرواترو هیلې ژوندۍ کړي دي او ویئل کیدلی شی چې د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دخبرواترو فضا موجوده ده .
د افغانستان د چارو دغه کارپوه او پاکستاني ډيپلوماټ د سولې دبهیر له پرمختګ سره د مرستې لپاره د افغانستان د ګاوڼډیو او سیمه ایزو هیوادونو رغنده رول ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، دسیمې هیوادونه له کومو تمو پرته د افغانستان د سولې دخواؤ له غږملونې سره مرسته کولی شي .
هغه ټینګار کړی ، د خبرواترو فضا شته ، البته ، د درستو لورو له خوا بیړنیو مرستو ته اړتیا ده څو نښتې ختمې کړائ شي او او ممکنه ده دا د سولې د احیاء لپاره تر ټولو وروستی فرصت وي .
دغه اته اویا کلن پاکستاني ډيپلوماټ روښانه کړې ده ، امریکایانو د افغانستان د ژغورنې ، له جنګ جګړو د ولس د خوندي ساتلو او او د وینې دبهیدا دمخنیوي لپاره دیوه ټول مهاله حکومت د جوړولو لپاره په کابل کې د اشرف غني د حکومت د قانع کولو او د اختلافاتو دحل لپاره هیڅ ډول شرائط برابر نه کړائ شول ، خو دوي دغه کړچار ته مخه نه کړه او پّه اوسني وضعیّت کې ممکنه ده د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو لپاره ممکنه ده، داخلی جنګ ته او د حالاتو د لاترینګلی کیدا ته دافغانستان په داخل کې د ځينو عناصرو د لمن وهلو بالقوه ګواښ موجود وي .
رستم شاه مومند زیاته کړې ده ، طالبان دې پوهه شي ، یوازې له نړیوالې ټولنې او له هغو سره په ملګرتیا کې په فعال ګډون سره له انزوا وتلی او د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کولی شي ، دقدرت د سوله ایز ډول منتقلیدا موضوع به یوازې هاله نتیجه ورکړي ، چې دکابل حکومت د لوئې جرګې له لارې د نوي حکومت جوړولو ته قانع شي.
داپه داسې حال کې دي چې په دوحې کې د طالبانو د سیاسی دفتر یو ه مسئول مقام سهیل شاهین په همداوروستیو کې وئیلي دي ،دغه ډله په یوې سوله ایزې حل لارې پسې ده او غواړي ، په افغانستان کې هراړخیز اسلامی حکومت جوړ کړي ، خو په عین حال کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ّ هم په همداوروستیو کې په افغانستان کې د تاؤتریخوالو او شخړو دختمولو په خاطر ددغه هیواد له حکومت سره دسولې موافقې ته له رسیدا سره د طالبانو په نه ګروهنې سختې نیوکې کړي دي .