د کابل حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرواترو فضا موجوده ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i103380-د_کابل_حکومت_او_طالبانو_ترمینځ_د_خبرواترو_فضا_موجوده_ده
د ایران په کوربتوب سره وروستۍ بین الافغاني خبرواترو  هیلې ژوندۍ کړي  دي او ویئل کیدلی شی چې  د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ  دخبرواترو فضا موجوده ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2021 00:25 Asia/Kabul
  • د کابل حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرواترو فضا موجوده ده

د ایران په کوربتوب سره وروستۍ بین الافغاني خبرواترو  هیلې ژوندۍ کړي  دي او ویئل کیدلی شی چې  د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ  دخبرواترو فضا موجوده ده .

ایرنا خبری آژانس راپور روکړی،  په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند  په یولړ څرګندونو کې  ډيپلوماسي د  افغانستان د سولې دبهیر  د بریالیتوب لپاره تر ټولو وروستی فرصت بللی او  وئيلي ئې دي ،د ایران په کوربتوب سره وروستۍ بین الافغاني خبرواترو  هیلې ژوندۍ کړي  دي او ویئل کیدلی شی چې  د کابل دحکومت او طالبانو ډلې ترمینځ  دخبرواترو فضا موجوده ده .

 د افغانستان د چارو دغه کارپوه او  پاکستاني ډيپلوماټ  د سولې دبهیر  له پرمختګ سره د مرستې لپاره د  افغانستان د ګاوڼډیو او سیمه ایزو هیوادونو رغنده رول ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، دسیمې هیوادونه  له کومو تمو پرته  د افغانستان د سولې   دخواؤ  له غږملونې سره مرسته کولی شي .

 هغه ټینګار کړی ، د خبرواترو  فضا شته ، البته ،  د درستو  لورو له خوا  بیړنیو مرستو ته اړتیا ده  څو  نښتې ختمې کړائ شي او  او ممکنه ده  دا د سولې د احیاء لپاره تر ټولو وروستی فرصت وي .

دغه اته اویا کلن پاکستاني ډيپلوماټ  روښانه کړې ده ،  امریکایانو د افغانستان د ژغورنې ، له جنګ جګړو د ولس د خوندي ساتلو او  او د وینې  دبهیدا دمخنیوي  لپاره  دیوه  ټول مهاله  حکومت د جوړولو لپاره  په کابل کې د اشرف غني د حکومت د قانع کولو  او د اختلافاتو دحل لپاره  هیڅ ډول شرائط برابر  نه کړائ شول ، خو دوي  دغه کړچار ته مخه نه کړه او  پّه اوسني وضعیّت کې  ممکنه ده   د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو لپاره ممکنه ده،  داخلی جنګ ته او د حالاتو د لاترینګلی کیدا  ته دافغانستان  په داخل کې د ځينو عناصرو  د لمن وهلو بالقوه  ګواښ   موجود وي .

  رستم شاه مومند زیاته کړې ده ، طالبان دې پوهه شي ، یوازې له  نړیوالې ټولنې  او له هغو سره  په ملګرتیا  کې په  فعال ګډون سره  له انزوا وتلی او  د افغانستان  له پرمختګ  سره   مرسته کولی شي ، دقدرت  د سوله ایز ډول منتقلیدا  موضوع  به یوازې هاله نتیجه ورکړي ، چې دکابل حکومت  د لوئې جرګې له  لارې د نوي حکومت جوړولو ته  قانع شي.

  داپه داسې حال کې دي چې  په دوحې کې د طالبانو د سیاسی دفتر یو ه مسئول مقام سهیل شاهین  په همداوروستیو کې وئیلي دي ،دغه ډله  په یوې سوله ایزې حل لارې پسې ده او غواړي ، په افغانستان کې  هراړخیز اسلامی حکومت جوړ کړي ،  خو  په عین حال کې د افغانستان ولسمشر  اشرف غني ّ هم په همداوروستیو کې   په افغانستان کې  د تاؤتریخوالو او شخړو دختمولو په خاطر  ددغه هیواد له حکومت سره  دسولې  موافقې ته  له رسیدا سره  د طالبانو  په نه ګروهنې سختې نیوکې کړي دي .