پاکستان په افغانستان کښې د هند په کړچار نیوکه وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف هندوستان د ترهګرو لپاره په پناه ځای د افغانستان په بدلولو تورن کړ .
هغه وویل د هندوستان حکومت خپل ځواکونه د ټیکه دارانو په پوښښ کښې د افغانستان د پراختیا لپاره دغه هیواد ته استوي چې له دې لارې ترهګرۍ پاکستان ته وغځوي .
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د هیواد له ځینو نورو سیاستوالانو سره غږمله چې هندوستان د افغانستان په خاوره کښې ترهګرو ته په روزنې ورکولو او د پیسو په تامینولو تورنوي وویل هندوستان په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې افغانستان د ترهګرو په پناه ځای بدل کړی دی .
هغه د افغانستان د راتلونکي حکومت په هکله هم وویل اسلام اباد د راتلونکي لپاره د افغانستان د خلکو د هرې فیصلې هرکلی کوي .
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار یوسف په زور سره په افغانستان کښې قدرت ته د طالبانو د رسیدا په هکله وویل په دې بڼه کښې به پاکستان هم د نړیوالې ټولنې له دریځ سره متناسبه فیصله وکړي .
پاکستان او هندوستان په افغانستان کښې د طالبانو ډلې له وروستیو پرمختګونو وروسته په ځلونو یوبل په دغه هیواد کښې د تاوتریخوالو په زیاتولو تورن کړي دي .