په کویټه کې بم چاودنې بیا د یوشمیر کسانو وینه وبهوله
حکومتي او خپلواکه سرچینې وائي په بلوچستان صوبې کې افراط پالې او بیلتون غواړي ډلې د حکومتي او ولسی تاسیساتو او مرکزونو په ضد په حملو او جنایتونو کې سره غږمله دي او په وروستیو کې ئې د عامو خلکو ژوند هم تریخ کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دپاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې نن سهار په هزاره ګنجي سیمې کې په سبزي منډئ کې په ترهه ګرې چاودنې کې لږترلږه څلور کسان ټپیان شوي دي .
راپورښئ دغه چاودنه دومره زوروره وه چې د شاوخوا ودانیو شیشې ماتې شوي او یو شمیر ودانیو ته نور تاوانونه هم اوښتي دي .
په راپور کې وئيل شوي ټپیان مرګي حاله ښودل شوي دي . دخبر تر مخابیره کیدا پورې چا ددغې پيښې پړه په غاړه نه ده اخستې البته حکومتي او خپلواکه سرچینې وائي په بلوچستان صوبې کې افراط پالې او بیلتون غواړي ډلې د حکومتي او ولسی تاسیساتو او مرکزونو په ضد په حملو او جنایتونو کې سره غږمله دي او په وروستیو کې ئې د عامو خلکو ژوند هم تریخ کړی دی .