په پاکستان کښې په چينيانو حمله
(last modified Thu, 29 Jul 2021 08:52:09 GMT )
Jul 29, 2021 13:22 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې په چينيانو حمله

په پاکستان کښې په چينيانو يو ځل بيا حمله اوشوه.

د اېرنا د رپوټ له مخې پاکستاني رسنيو نن وويل، د دغه هېواد په کراچۍ ښار کښې د چينيانو وړونکي يو ګاډي باندې وسله ايزه حمله اوشوه چې له امله يې يو کس ژوبل شو.

په کراچۍ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ملي ادارې وويل: بلوچستان لبرېشن آرمي ترهه ګرې ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

بلوچ شورشيان چې په دې وروستيو کلونو کښې د بهرنيو ښاريزو په شمول د امنيتي ځواکونو، غير فوځي چارواکو او عامه خلقو باندې حملې کړې دي په بلوچستان صوبه کښې د چينيانو د شتون مخالف دي.

د اسلام آباد حکومت ځينې بهرنۍ جاسوسي او استخباراتي ادارې په ترهه ګريزو عملیاتو کښې په تېره بيا په چينيانو باندې چې په پاکستان کښې ګډو اقتصادي او ارتباطاتي پروژو کښې شتون لري په حملو تورنوي.

دوه هفتې مخکښې هم نهه چينيان د پاکستان په شمال لويديځ کښې په يوه ترهه ګريزه حمله کښې ووژل شول.