مرکزي اسیا ته د پاکستان لاسرسی ډیر مهم دی
تسنیم خبري اژانس وايي د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد حسین وویل په افغانستان کښې د سولې ټینګیدل اروپايي اتحادیې او مرکزي اسیا ته د پاکستان د رسیدا لپاره ضروري دي .
هغه وویل د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هڅه کوي اسلام اباد له مرکزي اسیا او اروپايي اتحادیې سره وصل کړي او د دغه هدف د تحقق لپاره په افغانستان کښې د سولې ټینګیدل ضروري دي .
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چوهدري فواد حسین ټینګار وکړ په افغانستان کښې سیاسي ثبات دغه هدف ته د رسیدا لپاره ډیر زیات اهمیت لري .
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني څه موده مخکې پاکستان په افغانستان کښې د جنګ د دوام د مسول په بللو سره ویلي وو که چیرې پاکستان مونږ ته د دوستۍ لاس راکړي ټوله مرکزي اسیا چمتو کوو او د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د پاکستان رسیدل اسان کار دی .