پاکستان: د نورو افغان کډوالو د منلو وړتیا نه لرو
که افغانستان کې تاوتریخوالى زيات شي نو دا د نړيوالې ټولنې مسئولیت دى چې کډوالو ته په خپله افغانستان کې د امن فضا رامنځته کړي، پاکستان د کډوالو د منلو او ورتګ ظرفیت نه لري.
د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معيد يوسف وايي، له افغانستانه د ورتلونکو کډوالو منلو ته چمتو نه دي او باید په خپل هېواد کې ورته چاره وسنجول شي.
هغه چې په واشنګټن کې د پاکستان سفارت کې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل: “که افغانستان کې تاوتریخوالى زيات شي نو دا د نړيوالې ټولنې مسئولیت دى چې کډوالو ته په خپله افغانستان کې د امن فضا رامنځته کړي، پاکستان د کډوالو د منلو او ورتګ ظرفیت نه لري.
هغه دغه راز وويل، چې په طالبانو ډېر کم نفوذ لري او که زيات يې درلوداى نو په 1999 کال کې به يې هغوى د بامیانو د مجسمو له ورانولو منع کړي واى.
اخوا ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د وروستیو تودو جګړو له امله په تېرو اوو مياشتو کې لږترلږه ٣٣٠٠٠ کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
دغه بېځایه شوي کډوال د هلمند، کندهار، لغمان، هرات او ځينو نورو سيمو اړوند دي چې د جګړو له امله بېځايه شوي او له خپلو کورنيو سره امن ځايونو ته کډه شوي دي.
همدا اوس په پاکستان کې په میلیونونو افغان کډوال ژوند کوی .