د بلوچستان صوبائی کابینه دې استعفا ورکړی
د پاکستان د بلوچستان په صوبایی اسمبلۍ کښې د مخالفو ګوندونو استازو د دغې صوبې د مالیې وزیر د مالی فساد په هکله په سخت اعتراض سره د ټولې کابینې د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه.
ایکسپریس نیوز خبر ورکړی چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې لوړرتبه غړی او د بلوچستان په صوبائی پارلیمان کښې د اپوزیشن مشر مولانا عبدالواسع نن وویل: د صوبائی حکومت د کابینې ټول غړی دې د دغې صوبې د مالیې د وزیر مشتاق رئیسانی د مالی فساد د ثابتیدو په وجه استعفا ورکړی.
د بلوچستان اسمبلۍ د مخالفانو مشر له اسمبلۍ د وتلو په وخت وویل چې د کابینې تر استعفا پورې به د دغې اسمبلۍ په هیڅ کومه غونډه کښې ګډون ونه کړی.
د ویلو ده چې د پاکستان احتساب ادارې پرون د بلوچستان د صوبائی حکومت د مالیې وزیر مشتاق رئیسانی په کور باندې په چاپې سره په سل هاو میلیونه پاکستانی روپۍ، بهرنی پیسې او زیاته اندازه سره زر ونیول.