پاکستان یوځل بیا په کشمیرکې د هند په سیاست نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i103898-پاکستان_یوځل_بیا_په_کشمیرکې_د_هند_په_سیاست_نیوکه_وکړه
هندوستان د کشمیریانو د ځانګړی هویت په پاکولو او نفوسو په اجباری بدلون کې له نامناسبو هلوځلو سره سره ماته خوړلی ده او د تیرو ۷۴ کلونو په شان به د خپلو حقوقولپاره د کشمیریانو د روا مبارزې په ځپلو کې کومه نتیجه ترلاسه نکړې شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2021 01:45 Asia/Kabul
  • پاکستان یوځل بیا په کشمیرکې د هند په سیاست نیوکه وکړه

هندوستان د کشمیریانو د ځانګړی هویت په پاکولو او نفوسو په اجباری بدلون کې له نامناسبو هلوځلو سره سره ماته خوړلی ده او د تیرو ۷۴ کلونو په شان به د خپلو حقوقولپاره د کشمیریانو د روا مبارزې په ځپلو کې کومه نتیجه ترلاسه نکړې شی

د سپوتنیک له راپور سره سم د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوی په خپله ټویټر پاڼه ولیکل هندوستان د کشمیریانو د ځانګړی هویت په پاکولو او نفوسو په اجباری بدلون کې له نامناسبو هلوځلو سره سره ماته خوړلی ده او د تیرو ۷۴ کلونو په شان به د خپلو حقوقولپاره د کشمیریانو د روا مبارزې په ځپلو کې کومه نتیجه ترلاسه نکړې شی .

ده وویل تر هغې ورځې چی کشمیریان د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره چی د ملګرو ملتو امنیت شورا یې ژمنه ورکړی ده ، خپل روا حق ته ونه رسی ، د پاکستان حکومت او ملت به د کشمیریانو په څنګ کې ولاړ وی .

د پاکستان ولسمشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل د کشمیر مسلې ته په زیات پام سره د امنیت شورا تر پریکړه لیکونو لاندې خپلط ژمنې پوره کړی .