امریکايي اوپاکستاني چارواکودافغانستان پرامنیتي وضعیت خبرې کړی دي
له افغانستانه دترهه گرو امریکايي او ناټو ځواکونو په وتو سره وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړى دى او د شپږو ولایتونو مرکزونه يې نيولي دي.
د امریکا د دفاع وزارت وياند جان کربي وايي، د امریکا دفاع وزیر لوېډ اشټن په يوه ټيليفوني تماس کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره د افغانستان په روان وضعیت، سيمهييزو امنیتي مسایلو او پر دوه اړخیزو دفاعي اړیکو خبرې اترې کړي دي.
کربي وویل: “د دفاع وزير اشټن او جنرال باجوه د افغانستان په روان وضعیت، د سيمې امنیت، ثبات او پر دوه اړخیزو دفاعي اړيکو خبرې وکړې.
له افغانستانه دترهه گرو امریکايي او ناټو ځواکونو په وتو سره وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړى دى او د شپږو ولایتونو مرکزونه يې نيولي دي.
افغان حکومت تل پاکستان تورن کړى چې له خاورې يې طالب جنګیالي افغانستان ته رااوړي او دغه راز هلته يې ورته خوندي ځايونه او د درملنې اسانتیاوې برابرې کړي دي خو پاکستان دا تورونه رد کړی دي
د امریکا د دفاع وزير داسې مهال د پاکستان له لوى درستيز سره پر افغانستان غږېدلى چې اوسمهال د افغانستان په لويديځ او شمال کې د وسله والو طالبانو له لوري د شپږو ولایتونو مرکزونه سقوط شوي