په افغانستان کې تاؤتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی
شاه محمود قریشي د افغانستان د راتلونکي حکومت او د دوي په وړاندې د پاکستان د دریځ په باب هم ووئیل ، پاکستان د درستو افغان لورو په شتون سره د یوه همهاله حکومت جوړیدا غواړي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي پرون ناوخته په اسلام اباد کې په خبري کنفرانس کې ووئيل پاکستان په افغانستان کې تل پاتې امنیت او سوله غواړي او له درستو افغان ډلو ټپلو غواړي ، په خبرواترو سره دې خپل درست مشکلات او اختلافات حل کړي. هغه زیاته کړې ،ناکرار او بې ثباته افغانستان د سیمې په تیره بیا ددرستو ګاونډیانو په تاوان دی .
شاه محمود قریشي د افغانستان د راتلونکي حکومت او د دوي په وړاندې د پاکستان د دریځ په باب هم ووئیل ، پاکستان د درستو افغان لورو په شتون سره د یوه همهاله حکومت جوړیدا غواړي .
د پآکستان خارجه وزیر د ګاونډیو هیوادونو په ضد د افغانستان له خاورې د ناسمې استفادې دمخنیوي لپاره د طالبانو د ډ اډ په باب هم زیاته کړه ، بې شکه دغه ډاډمنیدا ضروري ده ، ځکه ځینی ترهه ګر عناصر چې د پآکستان د امنیت په ضد فعالیتونه کوي ، د افغانستان په خاورې کې پټ شوي دي .