هند او پاکستان دې یوځل بیا خبرې اترې پیل کړی
May 10, 2016 01:07 Asia/Kabul
د پاکستان د سینیټ د دفاعی کمیټې مشر له هندوستان سره د خبرواترو د بیا پیلیدو غوښتنه وکړه.
ډان خبری سایټ لیکلی چې مشاهد حسین سید پرون وویل: اسلام آباد او نوی ډیلی ته پکار دی چې د مذاکراتو په بیا پیلولو سره خپل اختلافات ختم کړی.
هغه څرګنده کړه: د کشمیر لانجه یوه مهمه مسئله ده چې پاکستان او هندوستان دې د هغې د هواری لپاره پخپلو کښې همکاری او ملګرتیا وکړی.
هندوستان او پاکستان د کشمیر د مالکیت مدعیان دی او همدا چار ه په۱۹۴۷ کال کښې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو راهیسې د اسلام آباد او نوی ډیلی ترمینځ د پخوانی لانجې یوه اصلی وجه ده.