له افغانستانه ترهه ګرو بیا یو شمیر پاکستاني پوځیان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i104930-له_افغانستانه_ترهه_ګرو_بیا_یو_شمیر_پاکستاني_پوځیان_ووژل
د طالبانو  ویندوي ذبیح ا... مجاهد په همداوروستیو کې په جدي توګه وئيلي دي ، دافغانستان خاوره  به  دهیچا په ضد د  استفادې لپاره  استعمال نشي ، خو اوس به لیدلی شي ، چې طالبان ددغو ترهه ګرو په ضد څه اقدامات کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2021 00:05 Asia/Kabul
  • له افغانستانه ترهه ګرو بیا یو شمیر پاکستاني پوځیان ووژل

د طالبانو  ویندوي ذبیح ا... مجاهد په همداوروستیو کې په جدي توګه وئيلي دي ، دافغانستان خاوره  به  دهیچا په ضد د  استفادې لپاره  استعمال نشي ، خو اوس به لیدلی شي ، چې طالبان ددغو ترهه ګرو په ضد څه اقدامات کوي .

زمونږخبریال د دینانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ ،  د پاکستان په باجوړ سیمې کې د پاک افغان سرحد په سر  له پولې ورآخوا  دپاکستان پر سرحدي ځواک  دترهه ګرو په  حملې کې  دوه عسکر وژل شوي  چې په موقعې په ځوابي عملیاتو کې  هم درې ترهه ګر هلاک او یوشمیر نور ټپيان شوي دي .  

دپاکستان  پوځ  د افغانستان له خاورې د ترهه ګرو ددغې حملې په غبرګون کې  د افغانستان   اوسنیو واکمنو ته سخت احتجاج کړی دی .

وئيل کیږي ، په وژل شوو  پاکستانیو عسکرو کې ۲۸کلن سپائي  جمال د مردان  او بل هم ۲۱کلن  سپائي  آیاز  نومیږي .

داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو  ویندوي ذبیح ا... مجاهد په همداوروستیو کې په جدي توګه وئيلي دي ، دافغانستان خاوره  به  دهیچا په ضد د  استفادې لپاره  استعمال نشي ، خو اوس به لیدلی شي ، چې طالبان ددغو ترهه ګرو په ضد څه اقدامات کوي .