د کشمیر مشهور ازادي غواړی مشر سید علي ګیلاني وفات شو
زمونږ خبریال وايي د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د حریت کانفرنس د ګوند مشر په دوه نوي (۹۲) کلنۍ کښې پرون وفات شو .
هغه له تیرو یولسو(۱۱) څو کلونو راهسې د هندوستان د حکومت لخوا په کور کښې نظر بند و او څو میاشتې کیږي چې سخت بیمار و .
سید علي ګیلاني د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د نوي ډیلي لخوا د خلکو پرضد د ظلمونو او د سلطې پرخلاف و .
سید علي ګیلاني لومړی د جمو او کشمیر د جماعت اسلامي ګوند غړی و خو وروسته یې د حریت په نوم خپل سیاسي ګوند جوړ کړ .
هغه له نولس سوه شپیتمې(۱۹۶۰) میلادي لسیزې څخه له پاکستان سره د کشمیر د یوځاې کیدا لپاره تحریک پیل کړی و او د پارلمان د غړي په توګه یې له هندوستان څخه د کشمیر سیمې د جلا کیدا غوښتنه هم کوله .
د سید علي ګیلاني د جنازې لمونځ به نن د کشمیر په سرینګر سیمه کښې په مزار شهدا هدیرې کښې وشي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د حریت کنفرانس د مشر ګیلاني په مړینې سخت خپګان څرګند کړی او په هیواد کښې یې یوه ورځ ویر اعلان کړی .